IQNA

په قرآن کې له صهیونزم سره د جنګ تحلیل/2  

د آخرې زمانې طریقې او رودې  او چاڼ کول

10:07 - March 09, 2026
د خبر لمبر: 3492541
ایکنا- قرآن کریم فرمائي؛ لَوْ تَزَیلُوا لَعَذَّبْنَا اَلَّذِینَ‌ کفَرُوا مِنْهُمْ‌ عَذاباً أَلِیماً؛ یعني که تاسو  کافران او مومنان پخپلو کې سره جلا کیدلئ په تحقیق سره، هغه کسان چې کافران دي ،پر دوي مو خپل عذاب نازلولو(د فتح سوره ـ۲۵ آیت) 

یوه کس له حضرت امام جعفر صادق(ع) څخه وپوښتل  چې  د شیعیانو د اعتقاد په اساس امیر المومنین ولې  د سقیفې په بهیر کې مقاتله ونه کړه.نو هغه بزرګوار  په ځواب کې په همدغه آیت مبارک  استناد وکړ.راوي وپوښتل چې  دمومنانو او کافرانو تزایل څه شی دی.؟نو امام بزرګوار وفرمائيل؛د مومنانو  امانتونه د کافرانو  په اصلاب کې دي. د حضرت قایم(ع) ظهور  هم همدغه شان دی . تل ترتله چې  دغه پيښو د کافرانو له اصلابه خارجې نشي، نو حضرت امام مهدي به ظهور ونه کړي ، خو  د هغوي له خروجه وروسته  به هغه بزرګوار ظهور وکړي او پر دښمنانو به غلبه وکړي. 

 په حقیقت کې د راوي پوښتنه دا وه چې که امیر المومنین علیه السلام د سقیفې په بهیر کې د جنګ بیرغ پورته کولی، نو طبیعي خبره ده  له یو شمیر کسانو سره به ئې جنګ کاوه ، خو هغه بزرګوار  دخپل خلافت  د پړاؤ په جنګونو کې  له څو زره کسانو سره مقاتلې ته مجبوره شو.  په روایت کې ددغه ځنډ  اصل ،د الهی ودایعو  او پيښو وده ده ، هغه کسان  چې  د روزنې او  ودې وړتیاوې لري، خو تر دې دمه  د هغوي  لپاره د ودې فرصت نه  ؤ برابر شوی. 

پيغمبر اکرم د مکې په فتحې کې هم اجازت ورنکړ څو  ددغه ښار له خلکو څخه په غچ اخستو سره  ځيني ورپسې فتنې له مینځه یوسي؛ ځکه چې تر دې دمه د مکې په خلکو  او د دهغوي په نسلونو کې ځینی مومن کسان وو. په عین حال کې دینی چاڼ   په اوږدمهاله پړاؤ کې یوه ماهیتا چاره ده؛ البته په ډيرو وختونو کې  په هماغې جغرافیې کې رودې  او طریقې  نه پیښږي؛ یعنی ممکنه ده  راپورته کیدا د مونږ ترڅنګ ، وي ، البته  ممکنه ده د دنیا بلې خوا ته پيښې شي.

هماغه ډول  چې په لویځ کې  ډيری پتمن انسانان په ایران کې د بې څوکه او بې پناه خلکو باندې دحملو پشمول  په نړئ کې داسرائيلو په غمیزو او جنایتونو  د اعتراض چغې پورته کوي، خو ګوته په شمیر ډلې  د اسرائيلو دبیرغ په رپولو سره  خوشالئ کوي او ګډیږي. 

captcha